یوولس کاله دوکه او مصلحت، دوه کاله ریښتیا او قاطعیت !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

دولت د ملي ژوند په ټولو برخو کې د بریا لپاره د ولس ملاتړ ته اړتیا لري او ولس له داسې دولته ملاتړ کوي چې ولس ته ریښتینی او ژمن وي او خپلې ټولې لنډمهاله او اوږدمهال تګلارې له ولس سره بې له غشه شریکې کړي . که تيرو ۱۱ کلونو کې په ښوونه روزنه ، مخابراتو او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په بیا رغون او سمبالښت کې د افغان دولت ټاکلې بریاوې یوې خواته کړو، دولت په نورو برخو کې شته امکانات ، ارزښتونه او پيسې په اوبو لاهو کړي او یا د ناوړې ادارې او ناغیړۍ په لامل، دا ارزښتونه او پیسې د ملت د جیب پرځای په دولت کې د جهادي ــ مافیايي کړیو په شخصي جیبونو کې غیب شوي دي . په تېرو ۱۱ کلونو کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ افغان دولت، افغانانو ته د وسلوالو مخالفینو په اړه کوم روڼ انځور او تعریف نه دی وړاندې کړی او مخالفینو سره يي د روغې جوړې د بهیر او د هغه د څرنګوالي په اړه، ولس ته ریښتیا نه دي ویلي . په دې اوږده موده کې دولت، وسلوالو مخالفینو سره د پنجاب او ایران د ملاتړ او همکارۍ په تړاو څرګند او روښانه دریځ نه دی خپل کړی، یوه ورځ پاکستان غبرګونی ورور او ایرا ن تاریخي دوست ګڼل شوی او بله ورځ مخالف او دوښمن . په کوردننه د فساد د بېلا بېلو ډولونو او په دې لړ کې د اداری فساد، ښې حکومتولۍ، د قانون پلیتوب او د انتقالي عدالت په تامین کې، دولت د افغانانو غوښتنو او اندیښنو ته شااړولې ده . دولت په یاده موده کې هڅه کړی، د دندو او مسولیتونو خپله برخه هم په ګاونډیو او نړیوالو واچوي او خپلې ناغیړۍ ، ختاوې او جفاګانې د بهرنیانو د نیمګړتیاو اوختاوو په پلمه تیرې کړي. همدارنګه دولت غوښتي د خپلو نیمګړتیاوو، فساد او ګناګانو پيټی پر پاکستان او ایران چې د افغانستان په اړه د دې دوو هیوادونو د ګناوو او درغلیو پيټي، خپله هم غټ او دروند دی، وربار کړي. دغسې ګډود انځور او اوبه خړول له ولسونو لار ورکوي او د دولت او ولس ترمنځ واټن زیاتوي چې افغان ولس زیات، د همدې ختا قرباني دی. د مصلحتونو په نوم سیاست چې دولت د کرزي په مشرۍ، په تېرو ۱۱ کلونو کې په ملي کچه چلولی په ډيرو برخو کې يي دولت ته له ناکامیو ، بدنامیو او رسواییو پرته، بله پایله نه ده لرلې . کرزي د ملي مصلحت تر نوم لاندې غله او ډاکوان ۱۱ کاله پر ملت واکمن ساتلي دي . د مصلحت تګلارې، دولت په لټۍ ، فساد او خلکو سره په تربګنۍ روږدی کړ . مصلحت ، د جنګي مجرمینو او د انتقالي عدالت د پلي کولو مخه ډب کړېده . همدې سیاست ولس له دولت څخه لری کړی او د ولس او دولت تر منځ يی لوی واټن رامنځته کړی دی. ملي مصلحت چې په حقیقت کې د جګړه مارو او جهادي ــ مافیايي کړیو واکمني ته د ادامې یوه وسیله وه، ولس له دولت څخه مرور کړی او خلک يي په لویلاس د وسلوالو مخالفینو د لیکو پیاوړتیا ته ورشیوه کړې دي . په ملي کچه د ناوړه مصلحت تګلارې نه یوازې دولت کمزوری کړی بلکې په سیمه یزه کچه، پاکستان او ایران سره هم داسې تګلارې، دولت له ډېرو پوښتنو او سوالونو سره مخ کړی دی. د افغان ولس یوولس کلونو سختو کړاوونو، ځورونو او ناخوالیو د کرزي په مشرۍ افغان دولت، اوس په دوه لارې کې درولای دی . یا به بیا هم د پخوا پشان د ملي مصلحت تر نوم لاندې، ولسونو سره دوکه او چل ول او ملي ګټو او موخو ته شا کیږي او یا به تر ۲۰۱۴ کال پورې چې د کرزي د خدمت او واکمنۍ دوره پایته رسیږي ملي ګټو او ارزښتونو ته لومړیتوب، د فساد په وړاندې ریښتیني او په قاطعیت مبارزه ، ښه حکومتولي، د قانون پلیتوب او د انتقالي عدالت تطبیق وي ، بله لار نشته ! بله هیڅ لیدلی نه شي په دا منځ کې یا مغل له منځه ورک یا پښتون خوار خوشحال بابا افغانستان کې د فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وايی چې په فساد کې د ښکېلو کسانو ۱۱۹ داسې دوسیي يي د افغانستان لويي څارنوالۍ ته سپارلي چې یو شمېر پخواني او اوسني وزیران، والیان او ښاروالان په کې تورن دي . د يادې ادارې مشر عزيز الله لودين په يوې ځانگړې مرکې کې بي بي سي ته وويل « د دغو ټولو کسانو په اړه اړين شواهد او لاسوندونه هم په لاس کې لري » همدارنګه لودین په خپلو تازه څرګندونو کې زیاتوي چې دولت په ټوله کې فساد سره د مبارزې اراده نه لري . د جولای په ۱۲ مه حامدکرزی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې ویلي و « موږ د اداري فساد پر وړاندې زيات اقدامات لرو او تاسو به يې په راتلونکي کې ووينئ. » تر اوسه پورې د فساد په وړاندې یوازې خبرې او غونډې شوي او د فساد په ضد مبارزې، یوه نمایشي بڼه درلوده . بلخوا نيويارك ټايمز پخپل روستي رپوټ كې لیکي، افغانستان كې زرور كسان په زرګونو مرګونو تورن دى. دا مرګونه د دوى په مستقیم امر ترسره شوي او یا هم هغو كسانو كړي دي چې د دوى په ملاتړ يې جګړه كوله. « ددې ډله ييزونو وژنو تور پر مرستيال ولسمشر قسيم قهيم، دويم مرستيال ولسمشر كريم خليلي، د بلخ والي عطا نور، پخوانى قوماندان احمدشا مسعود، د ازبك ملېشه مشر جنرال دوستم، چې اوس د وسله والو ځواكونو مشر دى او پر نورو كسانو ور اچول شوي چې په حكومت كې لوړپوړي چارواكي دي. درپوټ برابروونكي وايي، ددغه رپوټ ژر خپرېدلو امكان نشته او لوړپوړي افغان چارواكي تورنوي چې ددې رپوت د خپرېدلو مخه نيسي او چمتو كوونكي يې ځپي. خدمتګار » همدارنګه ګاونډیانو سره د څرګندې او روښانه تګلار پرځای هم لا تر اوسه زیانمن مصلحتونه په پام کې نیول کیږي. له څه مهال راهیسې په پنجاب کې واکمن پوځیان او د ای ایس ای خونړی سازمان پرله پسې د کونړولایت بېلا بېلې ولسوالۍ په توغندیو ولي او درګرده دغه ولسوالۍ له وګړو تخیله کیږي . یوازې د جولای په ۲۱ مه د کونړ والي فضل الله واحدي په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دانګام ولسوالي د پنجابي یرغلګرو په ۳۰۰ توغندیو لګیدلې، چې هغې کې د یوې ښځې په ګډون څلورتنه ملکې وګړي شهیدان او نور شپږ تنه ټپيان شوي دي . په تېرکال کې هم څو ځلې د ننګرهار ، کونړ او نورستان ولایتونه په څه دپاسه ۱۱۰۰ توغندیو ویشتل شوي چې په هغو کې په لسګونو تنو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر ټپيان شويدي . تېره پنجشنبه د جولای په ۱۹ مه ، هغه مهال چې د پاکستان لومړی وزیر راجا پرویز اشرف کابل کې په رسمي سفر میلمه و او بلخوا د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامرون هم کابل کې حضور درلود، ولسمشر کرزي د پاکستان د لومړي وزیر سره په خبرې غونډه کې، د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د کونړ پر ولایت د توغندیو د پرلپسې باران په اړه تاسو د راجا پرویز سره کومې پریکړې ته رسیدلي یاست یا نه ، د ولسمشر کرزي لنډ ځواب چې هو موږ په دې اړه اوږدې خبرې درلودې، بې له دې چې کومه بېلګه وړاندې کړي هم ، افغان ولس ته له دوکې پرته بله مانا نه درلوده ! د حیرانتیا خبره دا ده چې پلازمېنې ټولې ، کابل دی که اسلام اباد او یا بل ځای د سولې او ټیکاو په خبرو او ژمنو تودې دي ، خو د افغانستان په اړه د پنجاب د تیري او یرغل تګلار تغییرنه خوري او د هرې ورځې په تیریدو سره پنجابي دوښمن نورهم ښکرور کیږي . ولسونه په تېره بیا د کونړ دردیلي خلک له افغان حکومته پټې خبرې او پس پسکې نه غواړي بلکې عملي پایلې غواړي چې توده جګړه پرې بنده شي. څه مهال وړاندې د هیواد بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وو چې که پنجاب توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړي، موږ به د افغان خاورې په وړاندې د پاکستان د تیري خبره، د ملګرو ملتو امنیت شورا کې راپورته کړو. خو د بهرنیو چارو وزارت او ویاندان يي له لاپو باټو روسته، په کومه څمڅه ننوتل او د دوی ژمنې هم، له دوکې پرته بل څه را ونه ختل . ایران هم چې له طالبانو ملاتړ کوي موخه يي دا نه ده چې طالبان واکمنۍ ته ورسیږي ځکه تېر ځل يي هم د طالبانو واکمنۍ سره ستونزه درلوده ، بلکې غواړي له طالبانو هومره او تر هغو ملاتړ وکړي چې پر کابل د پیاوړی مرکزي حکومت د واکمنیدو مخه ډب کړي . د مرکزي پیاوړي حکومت په وړاندې ښکاره او پټې بلاګانې په ملي او سیمه یزه کچه یوله بل سره نږدي کیږي او د ورورۍ او دوستۍ لاسونه ورکوي . په دې توګه سیمه کې د اړیکو بدلون او اوښتون په چټکۍ روان دی او افغانستان د نویو اړیکو په جوړښت او پالنه کې مرکزي ځای خپلوي . له دې لارې هم افغانستان د سیمي هیوادو له سراښتوب سره مخ دی او په هیواد کې د فعالې سیاسي ادارې غوښتنه د ورځې په غوښتنه بدلیږی . ډیري افغانان په دې نظر دی چې یوولس کاله دوکه او مصلحت بس دی اوس د کرزي پاتې دوه کاله ریښتیا او قاطعیت ته اړتیا لیدل کیږي . د ۲۰۱۲ کال د جولای ۲۵ مه
July 27th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات